زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/12/01 - 04:18:4
زيارة: 231
مشاركة مع الـأصدقاء

طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي
 طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي

انصار: (د لیندۍ ۱۱ مه)، وروسته له هغه چې له مخدرو موادو او جرمونو سره د ملګروملتو دفتر په افغانستان کې د تېر کال پرتله د تریاکو په تولید کې د تېر کال پرتله ۱۹ سلنه ډېر شوی دی، طالبانو په بدخشان ولایت کې ۳۱ کسان د کوکنارو د کرلو په تور نیولي دي.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په راپور کې هم ویل شوي وو چې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید د دغو موادو په دودیزو سیمو لکه هلمند کې کم شوی خو د بدخشان په څېر په نویو سیمو کې ډېر شوی دی.

 د دې ادارې پر اساس، د ۲۰۲۳ کال پرتله په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو کښت ۳۸۱ سلنه زیات شوی دی.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې په بدخشان ولایت کې له مخدروموادو سره د مبارزې د پولیسو یوه چارواکي وویل چې نیول شوي کسان د بدخشان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکی دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، تېر کال په افغانستان کې پر ۱۰،۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو دا شمېره سږ کال ۱۲،۸۰۰ هکتارو ته لوړه شوې ده. راپور، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، څرګندوي چې په شمال ختیځو سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی او د تریاکو د هر کیلو بیه ۷۳۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو دفتر ټینګار کړی چې باید د افغان بزګرانو ملاتړ وشي او اقتصادي فرصتونه ورته برابر کړل شي څو له غیرقانوني بازارونو څخه ځان خلاص کړي.

د دې دفتر اجرايي مدیرې، غاده والي، وویل: که څه هم د کوکنارو کښت په افغانستان کې کم پاتې دی، موږ مسوولیت لرو چې افغان بزګرانو ته د دوامدار عاید سرچینې برابرې کړو.

هغې زیاته کړه چې د افغانستان خلک له جدي مالي او بشري ستونزو سره مخامخ دي او بدیل عایداتو ته اړتیا لري.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په ۲۰۲۲ کال کې په یوه فرمان کې په افغانستان کې د کوکنارو کرل، د تریاکو قاچاق او خرڅلاو بند کړل چې له دې سره د مخدروموادو په تولید کې د پام وړ کموالی راغی، خو د ملګروملتونو د یوه وروستي راپور له مخې د دې هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو په کرکېله کې یوځل بیا څه ناڅه زیاتوالی راغلی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34624






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی


په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو